د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

یادې ادارې ویلي، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۳۸ نور له هېواده وتلي دي.

دغه راز یو زر او ۲۹۶ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version