د احصایي او معلوماتو ملي ادره وایي، د دغې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال، مولوي محمد نبي نصرت نن پنجشنبه (د لیندۍ ۶مه) ایران ته په سفر ولاړ.
ټاکل شوې، نوموړی د دې سفر په ترڅ کې د ایران په مشهد، زاهدان او تهران ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د کاري ټیمونو چارې و ارزوي او د لا ښې همغږۍ او ښه والي په موخه به لازمې سپارښتنې وکړي.
