Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د احمد مسعود غږيز پیغام، تاجکستان ولې د شر و فساد ډلې دفتر بند کړ؟
    لیکني

    د احمد مسعود غږيز پیغام، تاجکستان ولې د شر و فساد ډلې دفتر بند کړ؟

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    نقاب د احمد مسعود يو غږيږ کليپ تر لاسه کړی چې پکې نوموړی خپل امريکايي ملګري ته فرياد کوي، ورته وايي:«له کله نه چې تاجکستان زموږ دفتر بند کړی نو موږ په ډېر بد حالت کې قرار لرو، موږ ته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟».

    احمد مسعود د ريچارډ په نامه له امريکايي څخه غوښتنه کوي تر څو پر تاجکستان فشار راوړي چې زموږ دفتر واپس خلاص کړي او هم ترې غوښتنه کوي چې موږ ته مشوره راکړئ چې څه وکړو!

    پوښتنه دا پيدا کېږي چې تاجکستان ولي د دوی دفتر بند کړ او دوی ولي غرب ته فرياد کوي چې موږ څه وکړو؟

    کله چې د افغانستان سرتاسري واک د ا.ا.ا لاس ته ولوېد، يرغل ختم او په ټول هېواد کې امن خپور شو؛ نو دغه د شر و فساد په نامه ډلې چې بهر ته په تېښته بريالۍ شوې؛ د مقاومت غږونه يې له بهر څخه راشروع کړل؛ تر ډېره دغه د مقاومت نعرې يې تر سوشل ميډيا پوري محدودې او په فېسبوکي مقاومت باندي مشهور شو.

    خو کله ناکله ځيني تعصبګر او قومپرست افغانان د ډالرو په ذريعه تېر باسي؛ اما مخکې تر دې چې دغه تعصبګر او غوليدلي ځوانان کوم شر و فساد خپور کړي، نيول کېږي يا هم وژل کېږي.

    دغه حالت دوی سخت پرېشانه کړي وو چې د مقاومت نعرې خو وهي اما هيڅ څرک د کاميابۍ او ښکاره کېدو يې نه لګېږي، دوی درک کړې وه چې د طالبانو مقابل دوی هيڅ نه شي کولای.

    د دوی دغه ناکامي وه چې د نړۍ د استخباراتو نانځکه يې ترې جوړه او نن يې داسي يوه حالت ته و رسول چې د نړيوالو ملاتړ خو پرېږده بلکې په نړۍ کې يې د اوسېدو ځای پرې ودروئ.

    څه وخت مخکې د دوستم قوماندانان په ترکيه کې نيول شوي وو او شايد په نورې نړۍ کې هم ورته عمل سره مخ او هر هېواد به يې له خپل ملک څخه بهر کوي.

    دا چې په افغانستان کې نه يواځې دوی بلکې داعش هم سر نه شي پورته کولای؛ غرب هم له دې حالته زورېده، ځکه هغه داعش چې غرب، يهود، عربستان او ځينو نورو استخباراتي کړيو پرې زيات مصارف کړي/کوي خو د طالبانو مقابل هيڅ فعاليت نه شي کولای.

    غرب په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د پاکستاني استخباراتو آی ايس آی (ISI) په ذريعه د شر و فساد او داعش خراسان تر منځ ناستې په پاکستان کې جوړې کړې؛ تر څو د دوی د يوه دښمن (ا.ا.ا) مقابل په ګډه وجنګېږي؛ خو د غرب اصل هدف يواځې طالبان نه بلکې د شر و فساد په جامه کې د داعش رسول تر منځنۍ آسيا، روس او نورو د غرب مخالف قدرتونو پوري هم وو.

    په دې ناستو کې د شر و فساد ډله او داعش خراسان و يوه تفاهم ته هم سره و رسېدل، د آی ايس ای په منځګړيتوب سره دوی پر دې فيصله وکړه چې د يو و بل مالي او تسليحاتي مرستې به کوي؛ په دې ډول سره به د طالبانو دښمني او افغانستان کې بياځلي جګړه په ګډه جوړوي.

    د هندوکش‌غږ د يوه خبر له مخې چې څو ورځې مخکې درې تنه وسله وال چې غوښتل يې امن خراب کړي؛ نيول شوي چې يو له هغوی څخه داعش او دوه يې د شر و فساد ډلې غړې وو چې د ګډ عمليات پلان يې وو.

    دا چې داعش او د شر و فساد ډله سره يوه شوه او داعش خراسان وکولای شول چې د دوی په جامه کې تر روسيې او نورو هېوادونو ځان و رسوي؛ ځکه د داعش خراسان هدف نه يواځې افغانستان بلکې ايران، روس او نور د غرب مخالف هېوادونه دي چې دوی غواړي ځان ور ورسوي.

    داعش د شمالي ټلوالې په جامه کې ليدو سره د غرب مخالف قوتونه له دغې ډلې ناراضه او د دوی له ملاتړ څخه يې لاس واخيست.

    سي ايس ټي او (CSTO) سازمان پر تاجکستان فشار راوړ تر څو د شر و فساد ډلې له حمايت څخه نور لاس واخلي؛ ځکه دغه ډله اوس د دوی له دښمن سره هم لاس يو کړی وو؛ هغوی پوهېدل چې د دوی په جامه کې داعش نورو هېوادونو ته ځان رسوي؛ ځکه داعش د غرب يوه دسيسه ده تر څو سيمه کې د غرب مخالف هېوادونو ته مشکلات جوړ کړي.

    سي ايس ټي او (CSTO) سازمان چې د شپږو هېوادونو پوځونو څخه جوړ دی لکه: روسيه، تاجکستان، ازبکستان، ارمينيا، قزاقستان او قرغزستان.

    همدا وجه ده چې ايران، ترکيې او نورو هېوادونو هم د دوی له ملاتړ څخه لاس واخيست او يواځې يې پرېښودل.

    د خپلو افغانانو د وينې تويولو لپاره دوی دومره ولوېدل چې د نړۍ هرې ډلې، هر ځواک او هر هېواد ته په فرياد دې چې مرسته ورسره وکړي او بدل کې چې هر څه هم ترې غواړي دوی ورته تيار دي؛ چې ښه مثال يې همدا د داعش خراسان سره يو ځای کېده دي.

    دوی هر قيمت پرې کولو ته تيار وو تر څو افغانان بيا ځلي په جګړې واړوي خو د افغانانو آزار وهلي به همېش دغسي شرمېږي چې اوس د نړيوالو استخباراتو د لوبې آلې وګرځېدې.

    دا چې غرب له خپلو غلامانو سره څه کوي دا ټولو ته معلومه شوې او بيا دوی ته خو بيخي معلومه ده چې غرب له خپلو غلامانو څخه کار واخلي نو هسي يې غورځوي؛ ځکه تېر شل کلونه همدوی د غرب غلامي وکړه خو هغوی ترې لاړل او د افغانانو لاس او د دوی ګرېوان يې سره پرېښوده.

    دا چې د دوی دغه ګډه پروژه چې د آی ايس آی په ذريعه غرب جوړه کړې خو ناکامه شوه؛ اوس دوی بيا ځلي غرب ته زارۍ او فرياد کوي چې موږ څه وکړو او مرسته راسره وکړئ! ځکه د غرب په خوښه خو دوی د داعش خراسان سره يو شوي وو چې په بدل کې يې روس، ايران او نورو هېوادونو له ملاتړه لاس واخيست.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهلوګر کې پولیسو د الوتکې ضد وسلې په ګډون یو شمېر درنې وسلې نیولې دي.
    راتلونکي مقاله مولوي محمد يعقوب مجاهد: ځوانان بايد د هېواد د ساتنې، ملاتړ او پرمختګ لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په…

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،859 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.