احمد مسعود، د خیالي بغاوتګرو د جبهې مشر، له «الايکسپریس» مجلې سره په وروستۍ مرکه کې له یوه حقیقت څخه پرده پورته کړې چې کلونه یې د پټولو هڅه کوله. هغه د افغانستان له اوسني حکومت څخه د نړیوال ملاتړ له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او په لړزانه غږ اعتراف کوي چې د افغانستان له حکومت سره د مقابلې لپاره پر بهرنیو هېوادونو د هغه د تکیې خوب اوس بنبست ته رسېدلی او د نړۍ هېڅ یو ځواک تیار نه دی چې د هغه د خامو او موهومو ارمانونو لپاره لګښت ورکړي.
مسعود په همدې خبرو کې زړه نا زړه مني چې له افغان حکومت سره د نړۍ اړیکې نه یوازې عادي، بلکې د پیاوړتیا په حال کې دي. همدا یوه لنډه جمله بس ده چې پوه شو، هغه او د جمهوریت نورې ماتې خوړلې څېرې د هېرېدو څنډې ته غورځېدلې دي؛ هغه کسان چې یو وخت په کابل کې په غرور سره په ماڼیو کې ناست وو، نن یې له بهرنیو سیاستوالو سره د یوې تشریفاتي لیدنې حسرت هم په زړه کې پاتې دی.
له افغان حکومت سره د نړۍ د هېوادونو ګرمې او پراخېدونکې اړیکې، له شک پرته د افغان حکومت د مسؤلینو او مشرانو د شپو او ورځو د هڅو پایله ده؛ هغه مدیریت چې د دښمنانو د وړاندوینې پر خلاف، نه یوازې ونه پاشل شو، بلکې نن دومره مقتدر او با تدبیره ښکاره شوی چې حتی سرسخت مخالفین یې هم پر بریالیتوب اعتراف ته مجبور شوي دي. دا هماغه ټکی دی چې احمد مسعود پر ژبه راوړی، که څه هم په کرکه او غم سره دی.
له افغان حکومت سره د نړۍ د مثبت تعامل په اړه د مسعود اعتراف ښيي چې هغه له هر ډول نړیوال ملاتړ څخه ناهیلی شوی دی. نن نړۍ د جمهوریت د بدنامه، بېکفایته او تښتېدلو څېرو پر ځای، د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو اترو او همکاریو ته داخله شوې ده؛ دا د توهماتو د فصل پای او د هغو کسانو د بشپړې انزوا پیل دی چې کلونه د پردیو د لاس آله وو.
په داسې حال کې چې نږدې د سیمې او له سیمې بهر ټولو هېوادونو له افغان حکومت سره غوره سیاسي اړیکې ټینګې کړې دي، یوازینی هېواد چې کابل ته خصمانه نظر لري، بحران ځپلی پاکستان دی؛ هغه هېواد چې خپله په کورنیو، اقتصادي او امنیتي ستونزو کې ښکېل دی. خو احمد مسعود په همدې بحراني حالت کې، په همدې هېواد زړه تړلی او په زاریو یې ځان د هغه په غېږ کې غورځولی دی. دا هماغه کس دی چې کلونه یې د اوسني حکومت مشران له «آیایسآی سره په همکارۍ» تورنول او په دې توګه یې ساده خلک غولول. خو وخت وښودله چې څوک د وطن رښتیني او صادق بچیان دي او څوک د پردیو د طرحو اجرايي وسایل.
مسعود د مرکې په بله برخه کې ادعا کړې ده چې «د افغان حکومت مخالفین د آزادۍ او له ډیموکراتیکو ارزښتونو څخه د دفاع لپاره جنګېږي». هغه له دې لارې هڅه کوي چې د خپلو بادارانو زړونه ترلاسه کړي او له لاسه وتلی ملاتړ بیا را ترلاسه کړي. خو شل کلنې تجربې وښودله چې هر ډول لوېدیځې ډیموکراسۍ او پردۍ کلتوري نسخې چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، د افغانستان په خاوره کې په ماتې خوړلو باندې محکومې دي. همدا حقیقت یې بادارانو هم په ښه توګه درک کړی دی، خو احمد مسعود لا هم د هغوی د نظر جلبولو په لټه کې دی؛ دا خپله د هغه د سیاسي حیرانتیا او سرګردانۍ تر ټولو لویه نښه ده.
په حقیقت کې د احمد مسعود له وروستیو خبرو څخه دا نتیجه اخیستل کېږي چې هغه او د افغان حکومت نورې خیالي مخالفې ډلې، لا هم په بشپړه سیاسي انزوا کې او د نړۍ د قدرتونو له پامه لرې ژوند کوي او له بلې خوا له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو تعامل په زیاتېدو او پراخېدو دی؛ هغه څه چې مسعود ځوروي او د اُمید ایرې یې د ناهیلیو په باد وړي.
د مسعود وروستۍ مرکې وښودله چې هغه نه یوازې په داخل کې کومه تکیهګاه نه لري، بلکې په نړۍ کې هم څوک تیار نه دي چې د هغه د خیالي او مخ په زوال جبهې تر شا ودرېږي. دا اعتراف، د افغان حکومت د ډیپلوماسۍ د بریا او د هغې جبهې د سقوط اوج دی چې کلونه پر بې بنسټه خیالاتو ولاړه وه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


