د اردن د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له وروستیو پېښو وروسته له خپلو اتباعو غوښتي چې د ځان د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره له دغه هېواده څخه ووځي.

تر دې وړاندې د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د جابر سرحدي پوله چې د سوریې نصیب پولې ته څېرمه موقعیت لري، د سوریې په جنوب کې د بې ثباته امنیتي شرایطو له امله تړل شوې ده.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې له سوریې سره پر پوله د جابر بندر د تړلو پرېکړې ته په پام سره به له سوریې څخه د اردن اتباعو او موټرو ته د اردن خاورې ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، خو هغه کسان چې سوریې ته د ورتګ اراده لري مخنیوی به یې وشي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې، په سوریه کې وروستي پرمختګونه څاري او امنیتي ځواکونه به یې د سرحدي سیمو د امنیت ساتلو ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version