
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا هېواد په یمن کې وروستي بدلونونه له نږدې څاري او د تاوتریخوالي د کمېدو، د یمن د امنیت او ثبات او د یمني ولس د هیلو د پوره کېدو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د وزارت ویاند فواد المجالي په یوه خبرپاڼه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د رهبرۍ د دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې یاد هېوادونه د یمن د امنیت، ثبات او حاکمیت د ساتنې لپاره مهم رول لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې د یمن د مشروع حکومت ملاتړ او د ډیپلوماسۍ له لارې د راپورته شویو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

