Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د ازادۍ او مقاومت په نوم جبهو دننه تازه راټوکېدلې بې باورۍ او بدګومانۍ!
    راز

    د ازادۍ او مقاومت په نوم جبهو دننه تازه راټوکېدلې بې باورۍ او بدګومانۍ!

    صابر افغانصابر افغان1 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    حامد رهګذر چې اصلاً د پروان ولایت اوسېدونکی دی، د پرځېدلي جمهوري حکومت پر مهال د حمد الله محب او اشرف غني کمپاینر او د ټولنیزو رسنیو فعال و؛ په ایران سفارت کې یې د ۲۰۲۳م کال تر فیبروري میاشتې پورې دنده درلوده، کله چې سفارت طالبانو ته وسپارل شو، سفارت کې یې دنده پرېښوده؛ بیا څو میاشتې وروسته شمالي امریکا ته لاړ او هلته اوسېږي.

    حامد رهګذر اوس مهال د شمالي ټلوالې، په ځانګړې توګه د عطا محمد نور نږدې کس او همفکره دی؛ هغه انځور یې ډېر مشهور شو چې له ایران سفارت څخه یې د احمد شاه مسعود انځور له سفارت څخه د مقاومتیانو د جنازې په ډول وایست.

    نوموړي د دې جبهې دننه له ډېرو بدګومانیو، ابهاماتو او اختلافونو څخه پرده پورته کړې ده.

    حامد رهګذر په دې وروستیو کې د هندوکش‌غږ له خوا د مقاومت په نوم جبهې د فعاله غړي قاري عیسی او د ازادۍ جبهې د مرستیال عبدالستار حسیني د جنجالي مکالمې افشا کېدو ته په اشارې ویلي، چې دې چارې د یادې او نورو جبهو دننه پر یو بل د بدګومانیو، ابهاماتو او بې باوریو لمن لا پسې پراخه کړې ده.

    نوموړي ویلي چې حسیني تر اوسه د خپلې دې جنجالي مکالمې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی او د دې مکالمې افشا کېدو ته په کتو، داسې ښکاري چې ان د جبهې د رهبرۍ په کچه کسان له طالبانو سره مهم معلومات شریکوي چې ښې بېلګې یې د دې مکالمې افشا کېدل او دغه راز په دې وروستیو کې په بغلان ولایت کې د طالبانو لاس ته د قوماندان داوود لوېدل وو.

    نوموړي د یادې او نورو جنګي جبهو اوسني غړي او رهبري د مشکوکه بلل او زیاته کړې یې ده: «هيله ده چې جنګي جبهې د داسې شخصيتونو په لټه کې شي چې د سياسي تقوا او د طالبانو په وړاندې د مبارزې ښه مخينه ولري، نه د داسې کسانو چې په ظاهر کې يوه خبره کوي او په پټه بله کړنه لري.»

    رهګذر دغه راز زیاتوي چې طالبانو په رسنیو کې په خپل فعاله او قوي حضور سره د عامه ذهنیت مدیریت په خپل کنټرول کې اخیستی دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې د موټرو دوه غله له يوه غلا شوي موټر سره لاس په لاس نيول شوي
    راتلونکي مقاله د افغان او ازبک چارواکو خبرې؛ د افغان ټرانس لويې پروژې د پيل هيله څرګنده شوې

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.