د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر را ورسېدل.
برښنا شرکت وایي، یادو ازبکستاني چارواکو د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر سره ولیدل او د فتحې څلورمې کلیزې په مناسبت یې مبارکي ورکړه.
برښنا شرکت زیاتوي ټاکل شوې ده، چې تر راتلونکو څو شېبو ازبیکستان څخه یاد راغلي استازي او د افغانستان برښنا شرکت ترمنځ د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي، چې دا به د برښنا پراختیا او وېش کې تر ټولو ستر ګام وي.