Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ازربایجان سفیر د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی
    افغانستان

    د ازربایجان سفیر د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ازربایجان سفیر الهام محمدوف سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې ورسره خبرې کړې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په گډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ازربایجان د ونډې او گڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې شوې دي.

    د خبرپاڼې له مخې، د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو په هڅه کې یو؛ تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.

    په خبرپاڼه کې د ازربایجان سفیر له قوله ویل شوي، چې هېواد یې هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړې او هم د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړ کړي.

    د یو بل خبر له مخې، د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو لپاره د (اسلامي همکاریو سازمان ) د سر منشي مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان سر منشي ځانگړي استازي طارق بخیت هم ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او هم د روغتیايي برخې ملاتړ، تغذیې او نورې برخې یې لومړیتوبونه دي.

    افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو څخه دی، چې هر کال مېلیاردونه ډالر په خپله روغتیا په پاکستان، ایران، ترکیه او هندوستان کې لگوي.

    په هېواد کې د مجهزو طبي وسایلو نشتون هغه څه دي چې افغان ناروغان نورو هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره ځي.

    مخکینۍ مقالهعزیزي: بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري
    راتلونکي مقاله ملت سټیل: تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به افغانستان د گول سیخ په برخه کې پر ځان بسیا شي

    مربوطه لیکنې

    مولوي محمد يعقوب مجاهد او ابراهيم کالن‌ د امنيتي او دفاعي اړیکو پر اهميت خبرې کړي

    16 سپتمبر 2026

    خليفه سراج الدين حقاني د ترکیې د استخباراتو له رئيس سره کتلي

    16 سپتمبر 2026

    د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.