د صهيونيستي اسرائيلو پخواني لومړي وزير ايهود اولمرت ادعا کړې، چې اوسنی لومړی وزير بنيامين نتنياهو د تندلارو اسرائيلیانو لخوا د فلسطينيانو پر ضد د ترسره کېدونکو ظالمانه جرمونه ملاتړ کوي.

هغه د اسرائيلي پوځ له راډيو سره په خبرو کې ويلي، نتنياهو د «غونډۍ ځوانانو» په نوم د تندلارې ډلې وحشتونه ناديده نيسي، چې فلسطينيان وژني، کورونه او فصلونه سوځوي او غير قانوني مېشت ځایونه جوړوي.

د يادونې وړ ده چې پر دې سربېره د اسرائيلو اوسني لومړي وزير ته د جرمونو د نړيوالې محکمې په ګډون ګڼ شمېر نړيوالو قضايي بنسټونو او هېوادونو هم د بې ګناه فلسطينيانو د قاتل او نسل وژونکي نوم ورکړی او نړيوال مجرم یې ګڼلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version