وروسته له هغې چې د غزې په اړه د امريکا او اسرائيلي رژيم ترمنځ اختلافات راڅرګند شول، تازه د اسرائیل د مالیې وزیر سموتریچ ویلي، چې د ټرمپ طرحه باید رد شي، جګړه بېرته پیل او غزه د اسرائیل برخه وګرځول شي.

نوموړي د ترکیې، قطر، مصر او بریتانیا پر ضد توندې څرګندونې کړي، د کریات ګات په سیمه کې یې د امریکا قومندانۍ ودانۍ ړنګولو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې، چې د دغو هېوادونو حضور د اسرائیل امنیت ته جدي ګواښ دی.

سموتریچ همداراز ویلي، چې اردوغان سنوار او قطر حماس غورځنګ دی.

په ورته وخت کې د اسرائیل د پوهنې وزیر کیش بيا ویلي، چې لومړی باید امریکا ته د حماس غورځنګ د بې‌ وسلې کولو فرصت ورکړل شي او که دا هڅې ناکامې شي، نو اسرائیل دې خپله مداخله وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version