د اسرائيلو پخواني دفاع وزير او د «اسرائیل بیتنو» ګوند مشر افيګدور‌ ليبرمن خبرداری ورکړی، چې ايران سره اوربند د اسرائیل په تاوان دی او په وينا یې دغه هېواد بايد په بشپړ ډول تسليم شوی وای.

لیبرمن ويلي، چې په اوسني حالت کې به د ایران دولت هېڅکله د یورانیمو د غني‌کولو له پروګرام، د بالستیک توغندیو له تولید او په سیمه او نړۍ کې د جوړو کړيو ډلو له ملاتړ او مالي تمویل څخه لاس وانخلي، بلکې ياد پروګرامونه به لا پياوړي کړي.

نوموړي زياته کړې:«ما د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ خبرداری ورکړی و، چې زمری به زخمي نه پرېږدئ کنه بيا به خورا خطرناک تمام شي.»

نوموړي ويلي، د ايران اوسني حالت پرېښودو په صورت کې به دغه هېواد موږ په خورا بدو شرايطو کې یوه بل خطرناک جنګ ته ټېل وهي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version