د ار ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې، اسرائیل ستره محکمه راتلونکې چهارشنبه یوه ځانګړې ناسته کوي؛ تر څو د ملي امنیت وزیر ایتمار بن غفیر ګوښه کولو په اړه غور وکړي. ورته مهال، د اسرائیل لویې څارنوالې له لومړي وزیر نتنیاهو غوښتي چې د بن غفیر د نه ګوښه کولو لاملونه روښانه کړي.
پر بن غفیر تور دی چې له خپلې واکمنۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او ډیموکراتیک اصول یې تر پښو لاندې کړي دي. بن غفیر د دغو اقداماتو په غبرګون کې ویلي چې قاضیان له ده څخه وېرېدلي دي.
بلخوا د عدلیې وزیر یاریف لیوین بیا خبرداری ورکړی، چې د محکمې هر ډول پرېکړه به رد کړي؛ ځکه د وزیرانو ګوښه کولو واک یوازې له لومړي وزیر سره دی.


