د اسرائيل پخواني لومړي وزیر نفتالي بینیټ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې اسرائیل د پاشل کېدو له خطر سره مخ دی او له نظامي خدمت څخه تېښتې د سرتېرو مرګ ژوبله ډېره کړې ده.

نوموړي ویلي، سرتېرو ورته شکایت کړی چې دوی اړ دي، هغه سیمې بېرته پرېږدي چې د سر په بیه یې نیولې دي؛ ځکه د ساتلو لپاره یې کافي ځواک نه لري.

بينيټ تر دې وړاندې هم د اسرائیل په حاکمه طبقه توندې نيوکې کړي او د نتنياهو پر ضد یې د يوه ګوند له جوړولو هم خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version