ټاکل شوې وه چې د تيرې اګست مياشتې په ۲۵مه او ۲۶مه د فوزيه کوفي او ځينو نورو تښتېدلو افغانانو په هڅو او د پاکستان د ځينو استخباراتي ادرسونو په توسط په اسلام آباد کې غونډه جوړه شي، خو دا غونډه د ځينو نامعلومو عواملو له امله له جوړېدو څو ورځې وړاندې ظاهراً معطل خو په اصل کې لغوه شوه.
هندوکشغږ له خپلو باخبره سرچينو څخه د يادې غونډې په اړه ځينو مهمو او حساسو معلوماتو ته لاسرسی موندلی؛ که څه هم د غونډې اصلي طراحانو هڅه کوله چې د معطل کېدو علتونه يې پټ او يا تخنيکي ستونزې بهانه کړي، خو د هندوکشغږ له سرچينو څخه د ترلاسه شویو مؤثقو معلوماتو په اساس، د جمعيت ګوند د انشعابي ډلې د مشر عطامحمد نور او يونس قانوني په شمول د جمعيت ګوند او خپله د مقاومت جبهې له لوري د يادې غونډې له جوړېدو سره سخت مخالفت شوی او له خپلو ټولو غړو او خواخوږو يې په کلکه غوښتنه کړې چې په هيڅ صورت په ياده غونډه کې ګډون و نه کړي. که څه هم ځينو مهمو بهر مېشتو څېرو د يادې غونډې پلوي کوله او ګډون يې پکې مهم باله، خو د جمعيت د جلا شوې ډلې او مقاومت جبهې د مشرانو او مهمو غړو د سخت مخالفت له امله ونه توانېدل چې په غونډه کې د ګډون لپاره اسلامآباد ته ولاړ شي او يا يې له معطل کېدو څخه مخنيوی وکړي.
هندوکشغږ په دې اړه داسې اسناد هم موندلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد او د يونس قانوني تر منځ پټه همغږي شوې وه، تر څو په رسنيو کې او هم د مقاومت شورا او نورو مخالفو جريانونو په منځ کې د غونډې په اړه منفي نظر ورکړي، مخالفت يې وکړي او کم ارزښته او بې نتيجې يې وبولي، چې په همدې اساس د يونس قانوني او ځينو نورو جمعيت او د مقاومت په نوم جبهې ته منسوبو او وفادارو کسانو تر منځ په غونډو او مجالسو کې او هم په خصوصي ډول د غونډې په مخالفت او د مخالفينو د نه ګډون لپاره پراخ تبليغات او کمپاين وکړ او زلمي خليلزاد هم له خپل رسمي ادرس څخه له دوی سره همغږي منفي تبليغات ترسره کړل.
دې چارې اسلامآباد او د پاکستان استخباراتي پوښښي ادرسونه دې ته اړ ایستل چې د دعوت شویو افرادو ترمنځ د مخالفتونو له کبله د غونډې د معطله کېدو اعلامیه خپره کړي. که څه هم د افغان حکومت د مخالفینو تر منځ د واک، شخصي ګټو او یو شمېر پخوانیو دښمنیو له کبله په تېرو څلورو کلونو کې د فزیکي او لفظي شخړې رامنځ ته شوې وې او تر منځ یې درزونه لا ډېر شوي وو، خو د اسلامآباد ناستې په اړه دغه مخالفتونو او درزونو نور زور هم اخیستی او مخالفین یې په څو ډلو وېشلي دي.
مخالفي ډلې چې په تېر کې یې هم د پاکستان د استخباراتي ادارې «آیایسآی» له هیئتونو سره په ترکیه او ځینو نورو هېوادونو کې پټې ناستې کړې دي، له دغه هېواد څخه د سیاسي او نظامي ملاتړ هیله لري او غواړي په افغانستان کې یې په نیابت جګړه وکړي، خو هر کله چې د دغه هېواد د ملاتړ له کبله د افغان حکومت د مخالفینو په منځ کې درزونه پیدا شوي، اختلافات یې پنځولي او یو د بل په مخالفت کې درېدلي دي.