د شنونکو په باور، د اسلاماباد په ناسته کې د پاکستان تګلاره په ښکاره ډول د امریکا د غوښتنو تر اغېز لاندې وه او د دې پر ځای چې پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ د توازن تله برابره کړي، تر ډېره یې پر تهران فشار راوړ ترڅو د امریکا له لوري وړاندې شوي شرایط ومني.
د کارپوهانو په باور، د پاکستان سخت اقتصادي وضعیت او د نړیوالو مالي ادارو (IMF) پورونو ته اړتیا، دغه هېواد مجبور کړی و چې په دې مذاکراتو کې د بې پرېتوب پر ځای د واشنګټن لوری ونیسي.
د پاکستان هغه مبالغه امیزې ادعاوې چې ګواکې دې ناستې نړۍ له یوې لویې جګړې وژغورله، اوس هم يواځې د دروغو ادعاوې پاتې شوې، چې موخه یې د واشنګټن لپاره د وخت ګټل و، او د مذاکراتو په منفي پايلې سره دا روښانه شوه چې اسلاماباد د رښتیني حل پر ځای، یوازې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو لپاره “نمایشي ارامي” تمثیلوله.
د ۲۱ ساعتونو خبرو بې پایلې ختمېدل یواځې د منځګړي د مهارت کمزوري نه، بلکې د اجنډا یو اړخیز والی هم ښيي او معلومېږي، چې د پاکستان وړاندیزونه تر ډېره د امریکا د “سرو کرښو” پر بنسټ چمتو شوي وو، منځګړي لوري د ایران د مشروع اندېښنو (لکه د بندیزونو لیرې کولو) په اړه هېڅ عملي تضمین نه درلوده او د پاکستان رول د یو خپلواک منځګړي پر ځای، د امریکا د فشار د یوې وسیلې په توګه څرګند شو.
دا ناکامي ثابتوي چې پاکستان د خپل سیاسي او اقتصادي مجبوریت له امله نه شي کولای په داسې حساسو قضیو کې بې پری پاتې شي او د ایران او امریکا ترمنځ د اسلاماباد دې “یو اړخیزې هڅې” وښودله چې تر څو یو منځګړی د لویو قدرتونو له مالي او سیاسي نفوذ څخه ازاد نه وي، هڅې به یې یوازې د یو لوري (امریکا) په ګټه او د بل لوري د مایوسۍ لامل ګرځي.
په پايله کې دې ته رسېږو، چې د اسلاماباد د مذاکراتو ماتې د دې حقیقت ښکارندویه ده چې پاکستان د خپل اعتبار په بیه د امریکا د خوښولو هڅه وکړه او دې وضعیت نه یواځې د ایران باور زیانمن کړ، بلکې دا یې هم ثابته کړه چې د اسلاماباد په مېز د سیمې امنیت نه، بلکې د بهرنیو قدرتونو ګټې لومړیتوب لري.


