حماس اسلامي غورځنګ د دې غورځنګ د سياسي دفتر مشر شهيد اسماعيل هنيه د شهادت د لومړي تلين په مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د شهید هنیه شهادت د فلسطین د مقاومت په لاره کې یوه برخليک ټاکونکې نښه وه او په وينا یې نه یوازې دا چې د مقاومت د روان بهير یې ټکنی نه کړ، بلکې د فلسطيني ملت د حقونو په اړه یې د غورځنګ وفاداري لا ژوره او پياوړې کړه.

په اعلامیه کې د شهید هنیه ژوند د مبارزې، ايثار او جهاد بې‌ساری نمونه بلل شوی، چې له ۱۹۸۷م کال نيولې بيا تر رهبرۍ او شهادت پورې یې د فلسطین له مظلوم ملت سره نه‌ماتېدونکې اړیکه درلوده.

د حماس غورځنګ په وینا، هنیه د خپل ژوند په اوږدو کې نه یوازې سیاسي مبارزه کوله، بلکې د اشغال پر وړاندې کلک ودرېد او بالاخره یې خپل ځان د قدس او مسجدالاقصی د دفاع په لاره کې قرباني کړ.

حماس له نړیوالو، او ټول اسلامي امت څخه غوښتنه کړې، چې د اګست درېیمه د غزې، قدس او مسجد الاقصی څخه د ملاتړ نړیواله ورځ اعلان کړي، څو د اشغال، نسل‌وژنې او لوږې پر ضد د مهال غورځنګ د مبارزې دوام تضمین شي.

په پای کې، حماس غورځنګ د شهید اسماعیل هنیه او نورو شهیدانو یاد تازه کړی او ژمنه یې کړې چې د دوی لاره به تعقیبوي او د آزاد او خپلواک فلسطین د جوړېدو مبارزه به د بريا تر بریده رسوي.

ياده دې وي، چې د فلسطین د مبارزې دا پیاوړی مشر د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمېنه تهران کې د صهیونیستي رژیم له خوا شهید کړای شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version