‏د سرپرست حکومت د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې د امنيتي ارګانونو، د لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او فرهنګ او ماليې وزارتونو، د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version