Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د اشرف غني د میلیونونه ډالرو د تېښتي واقعیت څرګند شو
    راز

    د اشرف غني د میلیونونه ډالرو د تېښتي واقعیت څرګند شو

    صابر افغانصابر افغان18 دسمبر 2024۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت پر ولسمشر اشرف غني له هېواده د وتلو پر مهال، په بکسونو کې د میلیونونه ډالرو د ویستلو تورونه پورې شوي وو؛ پر نوموړي همدا راز تور پورې شوی و چې له تېښتي یې شپږ میاشتې وړاندې هم میلیونونه ډالر له هېواده ایستلي وو، تر څو له هېواد بهر پانګونه پرې وکړي او شخصي ملکیتونه وپېري.

    دغه تورونه خپله د اشرف غني او د هغه د پلویانو لخوا په کلکه ردېدل، خو تازه په پرځېدلي جمهوریت کې د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي ویلي، د جمهوریت له سقوط شپږ میاشتې وړاندې اشرف غني او د هغه د ملګرو “محب، فضلي او ورته نورو” لخوا هم بشار الاسد ته ورته تاکتیک کارول شوی و، چې په ترڅ کې یې له حوالې سیسټم او کابل هوايي ډګر څخه کار واخیستل شو او په میلیونونو ډالر یې متحده عربي اماراتو ته انتقال کړل، هلته یې په املاکو او نورو پروژو کې پانګونه وکړه.

    تمیم عاصي دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کړي، چې د فایننشل ټایمز د راپورونو پر بنسټ، په سوریه کې هم د پرځېدلي رژیم مشر بشار الأسد په دوه کلونو کې ۲۵۰ میلیونه ډالر (د شخصي شتمنۍ په ډول) په نغدي ډول په داسې وخت کې مسکو ته انتقال کړې دي، چې سوریه د کرمیلن د پوځي ملاتړ له امله پوروړې وه.

    د تمیم عاصي څرګندونو ثابته کړه، چې د اشرف غني لخوا د میلیونونه نغدي ډالرو ایستل تورونه نه، بلکې واقعیت دي. د نوموړي په څرګندونو کې دوهم مهم ټکی، د میلیونونه ډالرو په غلا کې د امنیت شوری د مشر ډاکټر محب او چارو ادارې د رئیس فضل محمود فضلي لاس لرل دي.

    ډاکټر محب او فضلي د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ارګ هغه مثلث او کړۍ وه، چې د نظامدارۍ تر څنګ د چور او تالان په چارو کې هم مستقیم دخیل وو، دوی د خپل مثلث په توسط بهرنیو هېوادونو ته میلیونه ډالر ایستلي دي او هلته یې پانګونه کړې ده.

    د فاکس نیوز د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۱م کال، په اګست میاشت کې، پر اشرف غني د پیسو له تښتولو سره د امریکا دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو “جیمز کامر او ګرات مېن” د امریکا لوی څارنوال او بهرنیو چارو وزیر ته په لېږل شوي لیک کې ویلي وو، چې اشرف غني له افغانستانه د تېښتې پر مهال دومره ډېري پیسې له ځان سره وړې دي، چې دده‌ په هلیکوپټر کې نه ځاییدې او اړ شو چې پر فرشونو یې وغورځوي.

    دغه امریکایي سناتورانو لوی څارنوال او بهرنیو چارو وزیر ته د اګست تر پایه وخت ورکړی و، چې یاده موضوع وڅېړي؛ که چیرته حقیقت ولري، نو باید محکمې ته را کش کړل شي او د مجرم په حیث چلند ورسره وشي.

    له ارګ څخه د اشرف غني له تېښتي وروسته طالب چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې پر قالینو یې په پاشلي ډول سلګونه زره ډالي موندلي وو.

    اشرف غني له هېواده تر تېښتي وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، مستریح ژوند لري او د خپل سپیناوي لپاره یې یو شمېر کرایي خبریالان او رسنۍ ګومارلي، تر څو ټول خیانتونه او غلاوي یې پُټي کړي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کميسيون غونډه کې يو لړ مهمې پرېکړې شوي
    راتلونکي مقاله ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه کې درې پولیس وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025

    ۱ څرگندون

    1. ځدراڼ on 18 دسمبر 2024 8:26 AM

      کوم ثبوت لری که هڅی د بل چا په خبرو پسی ځی تاسی وایی چی جمهوریت کی ریښتنی خلک نه وو اوس دده خبره څنګه منی دای به وایی چی ما له غره سره ټوپ کړل تاسی یی منی پرته له ثبوته نشرات مه کوی دغه کسان د خپلو ګټو لپاره کله د مسلمان کوی او کله کافر تاسی فقت هغه خبرونه نشروی چی تاسی په خواښه وی که هغه دروغ وی یا ریښتیا.

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.