Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د اشرف غني په اړه افشا شوي حقایق؛ غني څنګه فساد کاوه؟
    تبصرې

    د اشرف غني په اړه افشا شوي حقایق؛ غني څنګه فساد کاوه؟

    عمران آغاعمران آغا22 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو، په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د وضعیت په اړه یو ځل بیا د پردې تر شا حقایق راسپړلي او اشرف غني یې د نړۍ په کچه یو له خورا مفسدو مشرانو څخه بللی دی. پومپیو په ډاګه کړې چې غني د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره هېڅ رښتینې اراده نه لرله او یوازې له موجوده وضعیت څخه راضي و، ځکه چې په دې فضا کې یې خپل شخصي واک او مالي ګټې په ښه توګه خوندي کولای شوای. د پومپیو دا څرګندونې د پرځېدلي جمهوريت د هغو سیستماتیکو ناکامیو په لور اشاره ده چې غني او د هغه نږدې مثلث(چې د غني په شمول، له فضل محمود فضلي او حمدالله محب څخه جوړ و) په ارګ کې د واک د انحصار لپاره رامنځته کړې وې.

    د دغه مثلث په یوه ضلعه کې، فضل محمود فضلي د چارو ادارې د ریاست له لارې د ګومارنو یو داسې مافیايي ځنځیر جوړ کړی و، چې هر لوړپوړی بست به د مسلکیتوب پر ځای د غني مثلث ته د وفادارۍ، شخصي اړیکو او شخصي غوښتنو د منلو په اساس وېشل کېده. فضلي د اداري اصلاحاتو تر نوم لاندې یوه داسې شبکه جوړه کړې وه چې یوازې د ارګ حلقې ته ژمن کسان یې په کلیدي پوسټونو کې ځای پر ځای کول. دې چارې په دولتي ادارو کې د حساب او کتاب روحیه له منځه یووړه او ارګ یې د لویو مالي قراردادونو د کنټرول په داسې مرکز بدل کړ، چې عواید به یې یوازې یوې محدودې او فاسدې کړۍ ته رسېدل.

    بل لور ته، حمدالله محب د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه په امنیتي بنسټونو کې په بې مخینې مداخلې سره د دفاعي بودیجې د حیف او میل لارې هوارې کړې وې. د محب تر مدیریت لاندې، په اردو او پولیسو کې د خیالي نظامیانو شتون او د امنیتي سکټور په لوژستیکي قراردادونو کې پراخ غبن هغه عوامل وو چې د جمهوريت ټوليز دفاعي ځواک یې له دننه کمزوری کړ. په داسې حال کې چې عسکرو به یې حیاتي مهمات او خواړه نه درلودل، د دغه مثلث غړو د جګړې له بودیجې څخه د خپلو سیاسي لوبو او مالي ګټو لپاره کار اخیست، چې په پایله کې یې د رژیم امنیتي ستنې په خورا حساس وخت کې ونړېدې او جمهوريت وپرځېده.

    پخپله اشرف غني د دغه مثلث د مشر په توګه، د هېواد ټولې مالي سرچینې د ملي تدارکاتو د کمیسیون له لارې تر خپل مستقیم نظارت لاندې راوستې وې، ترڅو د واک او فساد دغه چتر په خپله پر مخ يوسي او تر خپل واک لاندې یې وساتي. هغه له ۹۱ او ۹۲ کوډونو غوندې احتیاطي بودیجو څخه په بې باکانه استفادې سره، دولتي خزانه د وفادارو فعالانو او چاپلوسانو د پېرلو، شخصي چارو او د خپلو نږدې کسانو د سیاسي کمپاینونو لپاره کاروله. غني په شعاري ډول د فساد ضد خبرې کولې، خو په عمل کې یې د قانون د حاکمیت پر ځای داسې اشخاصو ته واک ورکړی و چې یوازې د ده د سیاسي بقا او مالي انحصار لپاره د مثلث غړي وو.

    پومپیو دا حقایق په ۲۰۲۳م کال کې، په خپل کتاب کې هم روښانه کړي وو. پومپیو په دغه کتاب کې غني ته د فریبګر خطاب کړی و او ویلي یې وو چې غني او عبدالله دواړو په لوړه کچه فساد کې لاس درلود، چې د امریکا د منظم وتلو مخه یې ډب کړې وه. پومپیو غني حتی د نړۍ له سخت دریځو مشرانو سره پرتله کړی و او ویلي یې وو چې هغه یوازې د خپل واک د ساتلو په فکر کې د زرګونو انسانانو ژوند او د یوه ملت راتلونکی له خطر سره مخ کړ؛ هغه څه چې د جمهوريت د پرځېدو لامل وګرځېد.

    مخکینۍ مقالهد چین بهرنیو چارو وزارت: د تایوان د بېلتون‌غوښتونکو هڅې بې ګټې دي
    راتلونکي مقاله بي‌بي‌سي: کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

    مربوطه لیکنې

    د اسلام آباد او ریاض امنیتي تړون ولې ناکام دی؟

    18 اپریل 2026

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    12 اپریل 2026

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 اپریل 2026

    بي‌بي‌سي: کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

    بي‌بي‌سي راپور ورکړی، چې د کینیا په پلازمېنه نایروب کې عالي محکمې امریکا ته د…

    د اشرف غني په اړه افشا شوي حقایق؛ غني څنګه فساد کاوه؟

    22 اپریل 2026

    د چین بهرنیو چارو وزارت: د تایوان د بېلتون‌غوښتونکو هڅې بې ګټې دي

    22 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌بي‌سي: کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

    22 اپریل 2026

    د اشرف غني په اړه افشا شوي حقایق؛ غني څنګه فساد کاوه؟

    22 اپریل 2026

    د چین بهرنیو چارو وزارت: د تایوان د بېلتون‌غوښتونکو هڅې بې ګټې دي

    22 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،146 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،092 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،183 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.