د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې کتنهکې په داسې حال کې چې د اروپایي اتحادیې، یونېسف او یونسکو چارواکي هم حاضر وو؛ د هنر او کلتور مرستیال د یوناما له مشرې څخه غوښتنه کړې چې د عامه کتابتونونو د ودانۍ، ډیجیټل سیستم او سیار کتابتونونو په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي عزيزي دغه راز د یوناما له مشرې سره د هېواد د تاریخي آبدو، لرغونو او فرهنګي سیمو د ساتنې او استحکام په اړه هم خبرې کړې او څرګنده کړې يې ده چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ سره سم، د تاریخي آثارو د قاچاقو، غصب او ناقانونه کېندنو مخنيوی شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې هغه پر نړيوالو غږ کړی چې د افغانستان د تاریخي آبداتو په بیارغونه، ساتنه او د کارکوونکو په روزنه کې رغنده ونډه واخلي.

همدارنګه خبرپاڼه کاږي چې د یوناما مشرې ژمنه کړې چې د خپلو مرستو په دوام به د عامه کتابتونونو او هنرستان له ریاستونو سره همکاري وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version