یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ او اشر لاندې د ناټو، لوېدیځ، اروپايي اتحاديې او له ۵۰ ډېرو هېوادونو پر وړاندې د افغانانو دوې لسیزې سخته، ستونزمنه، له کړاو ډکه او آن ناممکنه مبارزه او بریا اوس نړیوالو ازادي بښونکو او مبارزو غورځنګونو ته په مهمې انګېزې بدله شوې ده.
افغان مؤمن او مجاهد ولس نږدې شل کاله په نشتو امکاناتو او کمزوري وجود، خو قوي ایمان د نړۍ د معاصر نړیوال ایتلاف پر وړاندې داسې مبارزه وکړه او تر بریا یې ورسوله، چې اوسمهال په نړۍ کې د معاصرو مبارزو او بریاوو سرلارې بلل کېږي.
د افغانانو تر دې شهکارې بریا وروسته، د منځني ختیځ په ګډون په نورو هېوادونو کې هم د مبارزو او ازادي بښونکو غورځنګونو روحیه او ولولې راوپارېدلې، د دوی او د دوی د مبارزې په اړه یې د نورو هغه شکونه او باورونه کمزوري کړل، چې ګواکې په کمو امکاناتو او کمزوري وجود د نړیوال ایتلاف نسکورول ناشوني دي.
د افغانانو تر دې بریا او د دې بریا تر انګېزې وروسته، د فلسطین حماس غورځنګ په ډېر کمزوري وجود او نشتو امکاناتو پر اسرائیل داسې مرګونی ګوزار وکړ، چې چا یې تصور هم نشو کولی او نړۍ یې هک پک کړه.
که څه هم تر دغه برید وروسته، اسرائیل د وینې زبېښونکو غربي جلادانو په ملاتړ په فلسطیني ملت سخت او وحشیانه ظلمونه وکړل، خو له دې ټولو سره دا غورځنګ او په ټوله کې فلسطیني ملت لا هم له پښو نه دی لوېدلی، بلکې غزه یې صهیونیستانو ته په هدیره بدله کړه او هره ورځ ترې د یهودي قاتلو عسکرو ډلې ډلې جنازې باروي.
حماس او فلسطینیان اوس تر سخت ظلم او وحشتونو لاندې دي، کټ مټ لکه افغانان چې د بریا له ورځې څو کاله وړاندې وو، خو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د دوی ارادې فولادي دي او تاریخ ته په کتلو، ژر ده چې دوی به هم د بریا او ازادۍ خوند وڅکي.
تر دې ورهاخوا د سوريې ملت چې نږدې څلور لسیزې پرې د اسد خونخواره، ظالمه او قاتله کورنۍ ظلم کوي، تازه یې له دغه مظالمو د خلاصون په موخه هماغه لار خپله کړې چې افغان مؤمن او مجاهد ولس د امریکا او ناټو ایتلاف پر وړاندې خپله کړې وه.
د اسد کورنۍ په خپله دغه اوږده او خونړۍ دوره کې د سوریې ملت دومره وکړاوه، چې ښايي بېلګې یې ډېرې کمې پیدا شي؛ د سوریې په لکونو خلک یې د خپلې خونړۍ او معیشتي واکمنۍ د دوام لپاره تر تېغ تېر کړل، میلیونونه یې کډوال کړل، په زرګونو نور یې په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې ووژل؛ که څه هم د سوریې ملت څو ځله له دغه مظالمو د خلاصون په موخه هڅې وکړې، یا خو دا هڅې ډېرې پیاوړې نه وې او یا هم ډېر ژر وځپل شوې؛ مګر دا ځل دوی تازه هغه ډول مبارزه پیل کړې، لکه څنګه چې افغانان مؤمن او مجاهد ولس پیل کړې وه؛ دوی ورځ تر بلې د بشار الاسد له وحشي عسکرو څخه په ډېرې چټکۍ لوی لوی ښارونه ازادوي او هلته یې کړېدلي ملت له خوا داسې هرکلی کېږي، لکه تږی یې چې له اوبو یا وږی یې له ډوډۍ او یا ستړی یې له دمې کوي؛ کټ مټ لکه څه ډول چې په افغانستان کې کېده.
لېرې نه برېښې چې د سوریې ملت به بالاخره له دغه ظالم رژیم څخه ځان خلاص او خپل هېواد به ازاد کړي، د خپل هېواد اوسنۍ پاشلې او وېشلې ټوټې به راټولې او سره متحدې کړي.
تر سوریې ورها خوا په ځینو نورو هېوادونو کې هم د ظالمو رژیمونو پر وړاندې داسې مبارزې روانې او پیلېدونکې دي، چې ژر به د بریا تر پولو ورسېږي؛ خو له دې ټولو سره سره، یو څه چې ډېر په زړه پورې دي، هغه دا چې په یو ډول نه یو ډول د دغو ازادیو، مبارزو او بریاوو تر شا د افغانانو د ناممکنې بریا د انګېزې هنګامې دي، چې په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.
له شک پرته چې د معاصر ایتلاف پر وړاندې د افغان مؤمن او مجاهد ولس قربانۍ نه یوازې دا چې افغانان او افغانستان د بریا پولې ته ورساوه، بلکې دا بریا نړۍ او نړیوالو ازادي بښونکو او خپلواکي غوښتونکو ته د انګېزې په سرچنې اوښتې او ورځ تر بلې د هرې مبارزې سرمشق او سرلارې ګرځي.