Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امر الله صالح او امریکا د یارۍ بیا تازه کول؛ د څه لپاره!؟
    لیکني

    د امر الله صالح او امریکا د یارۍ بیا تازه کول؛ د څه لپاره!؟

    صابر افغانصابر افغان7 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د قومي، سمتي، ژبني او نورو تعصباتو د پیدا کولو لپاره غرب او د هغوی متحدینو خپل روزل شوي خلک پر دې خاوره حاکمان کړي وو، هغوی هم ښه په اخلاص د دې خاورې د بربادۍ لپاره کار وکړ/کوي.

    د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاریخ ته په کتو، یوه نقطه ډېره ښه څرګنده ده چې، د غرب او ټولو هغه استخباراتي سازمانونو اتباع چې د افغانستان د ویجاړۍ او بربادۍ لپاره ګمارل شوي وو، ټول بُغات او د شر او فساد لارویان وه.

    امریکا اوس له سخت حالته تېرېږي، د یوکراین او منځني ختيځ کړکېچونه، په نړۍ کې د دوی د واک ساحه راتنګېدل، په سیمه کې د چین او روسیې قوي کېدل، له افغانستان څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو ویستل؛ په سیمه کې یې د استخباراتي کارمندانو کمښت او نور د دې لامل شوي چې امریکا له رواني تزلزل سره مخ کړي او تمرکز ته یې زیان ورسوي.

    د امریکا د کانګریس غړي “ټېم برچیت” امر الله صالح د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرو په موخه واشنګټن ته دعوت کړی او د طالبانو واکمني یې د امریکا لپاره ګواښ ګڼلې ده. امر الله صالح د “سي آی اې” مخکینی جاسوس او کارمند و، د خپل ماموریت په موده کې، روسیې ته د جاسوسۍ تورونو برسېره یې امریکا ته ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو بیا هم د امریکا تکیه ځکه پرې ډېره نه کېده/کېږي، چې نوموړی د سودا لپاره اماده سړی دی، د پیسو او شخصي ګټو په وړاندې د هر چا لپاره، هر وخت چمتو دی چې کار وکړي.

    امر الله صالح په ۱۹۹۷م کې د احمدشاه مسعود له خوا د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې د شمالي ټلوالې د نړیوالو اړیکو دفتر ته ور پېژندل شو. نوموړی هلته له بشري سازمانونو د همغږۍ او بهرنیو استخباراتي سازمانونو سره د اړیکو لپاره کار کاوه. هغه په دې موده کې د روسیې او فرانسې د استخباراتو تر څنګ له سي آی اې سره هم په پټو اړیکو تورن و او ویل کېده، چې د احمد شاه مسعود په اړه یې سي آی اې ته مهم معلومات ورکول.

    د دې ټولو خدمتونو او مرستو سره – سره امریکا صالح استفاده کړ او په د جمهوریت په وروستيو کې یې یوازې پرېښود. امر الله صالح د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کلونو کې ویل، چې “امریکا د خپلې ګټې لپاره له هر چا کار اخلي او بیا یې پرېږدي، چې باید هیڅ باور پرې ونشي”.

    امریکا ته د امر الله صالح بلنه ښايي د نوې لوبې پیل وي، خو هغه مهال یې امریکا ته ګټه رسولای شوای، کله چې یې د افغانستان په جغرافیه کې څو فیصده حاکمیت لرلای؛ خو اوس له افغانستان څخه د شر او فساد فرار او په بهر کې د دوی ژور خپل منځي مخالفتونه د دې لامل شوي، چې دا ډله د یو او بل پر وړاندې ودرېږي او مخالفتونه وټوکوي.

    امریکا ته د امر الله صالح ورغوښتل په خپله د شر او فساد ډلې تر منځ بې باوري او مخالفتونه لا ډېرولای شي، ځکه د شر او فساد ډلې مشر احمد مسعود، ځان د دغه ډلې د مؤسس احمد شاه مسعود ځای ناستی ګڼي، خو د احمد مسعود پر ځای، له ده جلا شوی امر الله صالح ور بلل کېږي. دا به د دې لامل شي، چې د یو او بل د له منځه وړلو لپاره به له هیڅ ډول هڅو درېغ ونکړي.

    امریکا دغه راز هڅه کوي، چې د امر الله صالح په ورغوښتلو ځان ته د اوړو پوزه جوړه کړي، په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې له سختو بدو پېښو او تجربو سره مخ شوې، چې هرکله به یې یاد لري. په امریکا کې نوی جوړېدونکی حکومت اوس د خپل منځي رقابتونو لپاره د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او په دې سره غواړي د ټرمپ او بایډن د تېرو ناکامو دورو جبیره اداء کړي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د افغانانو سخته مبارزه او بریا څنګه نړیوالو مبارزو غورځنګونو ته په انګېزې واوښته؟!

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 سپتمبر 2026

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه…

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.