د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو او د قرغزستان اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال ترمنځ «صنعت نړیوال نندارتون» څنډه کې درې اړخیزه ناسته شوې.
دې ناسته کې د ټرانزیټي اسانتیاوو، د سوداګرۍ پراختیا او د افغان صادراتو د زیاتوالي په تړاو خبرې شوې دي.
وزارت زیاتوي، چې په دې ناسته کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ د جوړېدو پر موضوع هم هوکړه شوې ده.
دغه راز د ازبکستان په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پر غړیتوب مسله هم هوکړه شوې، چې له مخې به یې افغان شرکتونه وکولی شي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
