ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې د امریکا او د ایران ترمنځ هر ډول اټومي تړون، که د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له څار او ارزونې پرته وي، «یو خیال» بلل کېږي.
ګروسي ټینګار کړی چې د اژانس له تایید پرته هېڅ اټومي تړون د باور وړ نه شي کېدای. هغه د چین او شمالي کوریا د اټومي پروګرامونو په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي له ټیلیګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې نړۍ د اټومي وسلو د نوې سیالۍ پر درشل ولاړه ده، او که د اټومي وسلو د نه خپرېدو نظام کمزوری شي، شاوخوا ۲۰هېوادونه ښايي د اټومي بم د جوړولو لور ته ولاړ شي.
هغه ټینګار کړی چې د نړیوالو تړونونو درناوی او د اژانس څارنه د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.
