د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګډه ناسته ترسره کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د راتلونکې شپږمې ناستې په اړه بحث او خبرې شوي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او هیله یې ښودلې چې راتلونکي کې به په یادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.
بل خوا د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړی.
په پای کې درې واړو لوریو د هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو هوکړه کړې.