د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په اووه بېلابېلو ولایتونو کې د دې وزارت د ښوونې اوروزنې د لویې قومندانۍ له ښوونیزو مرکزونو نږدې ۴۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له عقیدتي او مسلکي زده کړو فارغ شوي.

د یادو فارغ شويو پولیسو له ډلې ۷۱۱ تنه په بلخ، ۵۲۳ تنه په کندوز، ۴۵۰ تنه په پکتیا، ۵۴۳ تنه په میدان وردګ، ۴۵۰ تنه په ننګرهار، ۵۰۰ تنه په کندهار او ۶۲۳ تنه په هلمند ولایت کې دښوونې اوروزنې د لویې قومندانۍ له ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د فراغت په مراسمو کې یادو منسوبینو ته د مسؤولینو له خوا ولسونو سره د نېک چلند او په اخلاص د دندو د ترسره کولو سپارښتنې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version