د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي نن (یکشنبه) له خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې کړي.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس وایي، چې په دې مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو او د سیمې پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي، او غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د ازبکستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل‏ د دې څرګندونه کوي چې افغان حکومت د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز تفاهم ملاتړی دی.

له بل لوري د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې له ترسره شویو هڅو مننه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت ګڼي او پر دې باور دی چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل اعتماد فضا پیاوړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version