عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، ايران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم د پیاوړتیا په موخه له ایراني لوري سره یو عملي تطبیقي پلان لاسلیک کړ.
سرچينې ويلي، یاد پلان د هغه هوکړهلیک پر بنسټ ترتیب شوی، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور په میاشت کې د دواړو هېوادونو د خوړو او درملو اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د عملي کېدو مرحلې ته رسېدلی دی.
په دغه پلان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د وارداتو تنظیم، د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، د کیفیت کنټرول، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول، د ظرفیت لوړونه او لابراتواري همکارۍ شاملې دي، چې موخه یې هېوادوالو ته د باکیفیته او خوندي درملو د برابرولو زمینه پراخول دي.
