
د هرات اسلام کلا بندر مسئولیو ويلي، چې ایران کې له روانو کړکېچونو سره سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد عادي روان دی.
د دوی په وینا، هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه ایران ته او نږدې ۷۰۰ له ایرانه افغانستان ته تګ راتګ کوي.
چارواکو ویلي، پر بازارونو جدي څارنه روانه ده او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې بیې لوړې نه کړي.

