Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي
    سیاسي لیکني

    د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جګړه په خپله ذات کې ښه نه ده، خو کله چې د هېواد پر ارضي تماميت، عزت او خپلواکۍ د پرديو له خوا بريد کېږي، نو بيا جګړه يوازې انتخاب نه، بلکې يوه سپېڅلې دفاعي وجيبه ګرځي. افغانستان له لسيزو راهیسې د پاکستان د مغرضو مداخلو او مستقيمو تېريو قرباني دی، خو په هیڅ وخت کې هم پرېکنده ځواب نه و ورکړل شوی. اوس چې يو ځل بيا پاکستان هوايي بریدونه او پر ډيورنډ فرضي کرښه نښتې وکړې، پراخ تاریخي، غاښ ماتوونکی او پرېکنده ځواب ورکول شو.

    د افغانستان دفاعي جګړه د هېواد د ارضي تمامیت او وقار د ساتنې او د پاکستان جګړه د امریکايي پروژې د تطبیق، له مسؤلیت د تېښتې او تېري جګړه ده. په داسې حال کې چې د هېواد اصلي بچيان او ساتونکي په سنګرونو کې د افغانستان د مقدسې خاورې ساتنه کوي، د نور الرحمن اخلاقي او نورو پخوانیو چارواکو په څېر ځينې بهر مېشتې منفوري څېرې د دې جګړې په وړاندې ناسم تبلیغات کوي او د ملي يووالي پر له منځه وړلو تأکید کوي.

    د افغانستان دفاعي جګړه په هېڅ صورت د يوې ډلې، قوم يا مشخصو افرادو جګړه نه ده، بلکې دا د افغانستان د تاريخي دښمن پر وړاندې د ملي نواميسو څخه د دفاع جګړه ده. کله چې يو بهرنی تېري‌ګر پر افغان خاوره بريد کوي، نو هلته اختلاف او سیاسي ټکرونه په نظر کې نه نیول کېږي او نه هم د نظام د څرنګوالي بحثونه مطرح کېږي، بلکې په یوه غږ د بهرني تېري د ځواب هڅه کېږي. خو نور الرحمن اخلاقي بیا د نور څه ترلاسه کولو په هڅه کې دی؛ دا استدلال چې دا جګړه د خلکو نه ده، په اصل کې د دښمن د تېري مشروعيت ته لار هوارول او د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم شیندل دي.

    پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې کړي او د دې هدف لپاره له هر ډول فشار څخه کار اخلي. په داسې حساس وخت کې د یو مشخص ولایت شجاع ځوانان هڅول چې د خپل هېواد له پولو دفاع ونه کړي، يوازې د پرديو د ستراتیژیکو موخو په ګټه تمامېږي. افغان ولس په تاريخي ډول ثابت کړې چې که هر څومره کورني اختلافات ولري، خو د بهرني يرغلګر پر وړاندې تل يو موټی او د فولاد غوندې کلک درېدلي دي.

    بهر مېشتي سياسي مخالفين چې د واک له ګدۍ راغورځېدلي، له بده مرغه د خپلو شخصي عقدو له مخې غواړي د ملت او اوسني نظام ترمنځ درز رامنځته کړي. دوی د دې پر ځای چې د هېواد د ملي ګټو په پار له روان دفاعي مقاومت ملاتړ وکړي، داسې تبليغات کوي چې د هېواد دفاعي صفونه کمزوري کړي. خو دا تبلیغات د افغانانو د حماسو په وړاندې بې اثره دي، پر دې مقدسه جګړه تورونه پورې کړل يوازې يوه بېځایه هڅه ده چې غواړي ولس له خپلې خاورې پردی کړي او د دښمن بریدونو ته لاره هواره کړي.

    د هېواد د هر ګوټ ځوانانو چې نن د ارضي تمامیت ساتنې ته ور دانګلي، دا ثابتوي چې د افغانستان دفاع يو ملي مسؤلیت دی. که دا جګړه قومي وای، نو نن به له شماله تر جنوبه ټول افغانان په يوه غږ د تېري کوونکي پر وړاندې نه راپاڅېدل. د اخلاقي ادعا چې دا جګړه د «قدرت ساتلو» لپاره ده، د هغو زرګونو سرتېرو سپکاوی دی چې د پردیو پروژو په ضد او «د اسلامي خاورې د ساتنې» په هدف د توپونو خولې ته ولاړ دي.

    ولس په شعوري ډول د خپل حکومت تر څنګ ولاړ دی، ځکه دوی پوهېږي چې خاوره او جغرافيه د دوی تلپاتی کور دی. د بهر مېشتو مخالفينو ناهيلې هڅې به هېڅکله د افغانانو ملي اراده متزلزله نه کړي. د هېواد دفاع بې قيد او شرطه ده او هر هغه غږ چې د دې دفاع مخه نيسي، په حقيقت کې د دښمن د تېري لپاره لارې جوړول دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول روان دی
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت غواړي له امریکا سره د بندیانو موضوع د رغنده تعامل له لارې پای‌ته ورسوي

    مربوطه لیکنې

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    22 جون 2026

    ایا د جمعیت ګوند به بیا راژوندی شي؟

    22 جون 2026

    د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې

    21 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2026

    د پاکستان پوځي رژیم ماهرنګ بلوڅ په عمري بند محکومه کړې

    د پاکستان پوځي رژیم یوې محکمې د بلوڅانو د پيوستون غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او…

    د مشرتابه په حکم د لوړې کچې ټاکنې ترسره شوي

    22 جون 2026

    د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    22 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان پوځي رژیم ماهرنګ بلوڅ په عمري بند محکومه کړې

    22 جون 2026

    د مشرتابه په حکم د لوړې کچې ټاکنې ترسره شوي

    22 جون 2026

    د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    22 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،220 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.