هرات کې د ایران سرکونسل، علي رضا مرحمتي ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه زیاته شوې.
تسنیم خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، ایران کې له جګړې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې پرانیستې دي او د وارداتو او صادراتو بهیر په عادي ډول دوام لري.
مرحمتي زیاته کړې چې له افغانستان سره سوداګري عادي روانه ده او د افغانستان اړوند ټول ټرانزیټي توکي له ټاکل شویو لارو پرته له ځنډه لېږدول کېږي.
د شمېرو له مخې، هره ورځ له ۱۳۰۰ څخه ډېرې بار وړونکې لارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي او زرګونه ټنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته واردېږي.
