د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهيي ویلي چې ایران به په هر حالت کې له خپلو دښمنانو څخه د اوښتو زیانونو تاوان ترلاسه کوي او د دې موضوع په اړه به له خپل دریځه شاته نه شي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «موږ به په هر صورت له دښمن څخه د اوښتو زیانونو تاوان اخلو؛ خو که هغوی د تاوان له ورکولو انکار وکړي، نو موږ به د هغوی له شتمنیو څخه تر هغه حده پورې خپل حق واخلو چې مناسب یې وبولو.»
هغه زیاته کړې چې که د شتمنیو له لارې د تاوان اخیستل ممکن نه وي، نو ایران به د مقابل لوري د ملکیتونو د هماغه ارزښت برابر زیان اړولو ته مخه کړي.
د هغه په وینا، د ایران دریځ دا دی چې د هر ډول تاوان او زیان په بدل کې باید مناسب ځواب ورکړل شي او د هېواد حق باید په هره ممکنه لاره ترلاسه شي.
