بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، له خپل افغان سیال مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو خبرې کړې دي.

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی دی.

ورته مهال د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان پلاوي د مشرتابه په ځانګړي لارښوونې او صلاحیت له پاکستاني‏ لوري سره مذاکراتو کې ګډون وکړ؛ خو پاکستانی لوری د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتو نه و، چې له امله یې مذاکرات بې پایلي شول.

ښاغلي متقي ویلي، له یاد رژیم سره د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version