د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، هغه څرګندونې چې نوموړي د اسرائیل پر ضد کړې وې، له خپلې اېکسپاڼې حذف کړې دي.
دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو، چې په متحده ایالات کې د اسرائیلو سفیر یخیل لایتر پاکستان «ستونزه» بللې وه او د دغه هېواد پر دریځ یې توندې نیوکې کړې وې.
همداراز د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر هم د اصف څرګندونې په کلکه غندلې وې.
که څه هم خواجه اصف د خپلو خبرو د حذفولو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې دا اقدام ښايي د نړیوالو فشارونو او له امريکا او اسرائيل سره د اړیکو خرابېدو له وېرې ترسره شوی وي.
بلخوا، د فلسطین په تړاو د پاکستان وروستي دریځونه لا هم د سیمې په سیاسي بحثونو کې غبرګونونه راپارولي دي.
پاکستان په ښکاره ځان د فلسطين خواخوږی معرفي کوي، خو د پټو تړونونو له لارې بيا خپل پوځ اسرائیل سره اوږه پر اوږه د حماس پر وړاندې جګړې ته استوي.
