مالیې وزارت وایي، د افغانستان او فدراتیفي روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له پاره د یوې معقولي طرحې د جوړولو په موخه تخنیکي-بین الوزارتي غونډه شوې.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان او فدراتیفي روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو مهمو اقتصادي مسايلو په تړاو خبرې او سلا مشورې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه؛ څو له روسیې سره د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو د بېلابېلو اړخونو او تګلارو د رابرسېره کولو په موخه معقوله او هر اړخیزه طرحه رامنځته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version