د سرپرست حکومت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پکتیکا کې ستنو شويو کډوالو لپاره د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيستی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، چې د سرپرست حکومت رهبري او مسؤولين په ټولو امکاناتو هڅه کوي، ترڅو په جبر اخراج کېدونکو افغان کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي، تر څو هغوی وتوانېږي په خوښۍ او ارامۍ په کور دننه ابرومندانه ژوند ولري.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې، په درې نيم زره جريبه ځمکه دغه ښارګوټی د استوګنې ۱۶۵۲ نومرې لري او د ټولو امکاناتو په درلودلو سره د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version