Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو
    افغانستان

    د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو

    صابر افغانصابر افغان16 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک نن جمعه (د غویي، ۲۶مه) نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان–روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.

    د اقتصادي مرستیالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي برادر د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د افغانستان د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي.

    بل خوا د روسیې لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد د باثباته او پرمختللي افغانستان پلوی دی او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي. او په خبره یې، د افغانستان وضعیت د بهبود لوري ته روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د سرپرست حکومت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سوله‌ییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي.

    نوموړي زیاته کړې، چې روسي شرکتونه چمتو دي له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.

    ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.

    مخکینۍ مقالهافغان حکومت روسیې ته سفير معرفي کړی
    راتلونکي مقاله له پروانه تښتول شوې ۱۳ کلنه نجلۍ پنجشېر کې وموندل شوه

    مربوطه لیکنې

    روان کال د پنجشېر د ۷۲ زره قيراطه زمردو له پلور څخه څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي

    24 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026

    تېر یو کال کې ۸۱ راستانه شوو سوداګرو او صنعت کارانو ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې

    22 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 اگست 2026

    روان کال د پنجشېر د ۷۲ زره قيراطه زمردو له پلور څخه څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي

    د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ۱۴۰۵ کال له پیل راهیسې د پنجشېر نږدې…

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    روان کال د پنجشېر د ۷۲ زره قيراطه زمردو له پلور څخه څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي

    24 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،181 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،128 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.