د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت به نن یکشنبه د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه دائره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده غونډه به د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون ترسره شي.
ټاکل شوې، د کابل په کوربهتوب دې غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا خبرې وشي.
