د افغانستان مرکزي بانک مسئولینو ویلي، پام کې لري چې په سوپر مارکېټونو او د تېلو په ټانکونو کې د الکترونیکې راکړې ورکړې سېستمونو په فعالولو سره هېواد کې د پیسو د فېزیکي لېږد را لېږد کچه را کمه کړي.

د افغانستان بانک د چارواکو په وینا له دې سره به د افغانۍ بانکنوټونو د خرابېدو له مخنیوي سربېره د افغانیو بیه هم لوړه شي.

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، «زموږ هڅه دا ده چې په لومړي پړاو کې دا سېستمونه په سوپرمارکېټونو او د تېلو د وېش په مرکزونو کې فعاله کړو، تر څو ښاریان وکولای شي د خپلو پیسو تادیات په الکترونیکي ډول تر سره کړي.»

د افغانستان بانک د مسئولینو په وینا یاد سېستم به لومړی په پلازمېنه کابل کې پلې او بیا به یې نورو لویو ښارونو ته هم وغځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version