د افغانستان د برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر د پانګونې جذب او د افغانستان د برښنا سکټور ملاتړ کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې په هېواد کې د تېرو حکومتونو پر مهال جوړې شوې د قدرت جزيرې له منځه تللي، شفافيت رامنځته شوی او اوس د همدې له امله پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي.
ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې د کنفرانس موخه له منځنۍ اسیا څخه سويلي اسيا ته د د برښنا د لېږد اسانتيا، په کور دننه او بهرنیو پانګوالو ته د فرصتونه ورپېژندل، د تخصصي تجربو تبادله او څو اړخیزه همکاریو ته لاره هوارېدل ښودلي دي.
نوموړي همدا راز په نړیوالو غږ کړی، چې د کنوانسیونونو له مخې بايد له افغانستان سره د نورو هېوادونو په څېر همکاري بیا پیل کړي او په خبره یې ګنې افغانستان اړ دی، چې د زرغونې(ګرین انرژۍ) پر ځای له نورو بدیلو لارو کار واخلي.