Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: نړۍ دې د اسرائیلو روان جنایت ودروي
    افغانستان

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: نړۍ دې د اسرائیلو روان جنایت ودروي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش14 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او اسرائیلو ترمنځ په روان کړکېچ یوه اعلامیه خپره کړې او له نړۍ یې غوښتي چې د اسرائیلو روان جنایتونه باید ودروي.


    د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې اسرائیلو د ټولو دیپلوماتیکو نورمونو خلاف په سوریه کې د ایران کونسلگري په نښه کړه، چې ایران یې په ځواب کې پر اسرائیلو بریدونه پیل کړل.: «صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات تر سره کړل.»


    د اعلامیې له مخې، د پرو سږکال د اکتوبر راهیسې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه پیل کړې او د نورو هېوادونو د حریم په نقضولو سره غواړي چې د نړۍ پام پر بله خوا کړي.: «د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسل‌وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.»


    په اعلامیه کې له نړۍ له موثرو هېوادونو غوښتل شوي چې کړکېچ د زیاتېدو پر ځای دې د اسرائیلو روان جنایتونه ودروي.:«د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې گړندۍ کړي.»

    مخکینۍ مقالهایران امریکا ته: له اسرائیلو سره د ایران په شخړه کې مه راګډیږئ
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې د ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت په کروندگرو لاسي تراکتورونه او د شاتو مچیو صندوقونه وېشل شوي

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.