
د افغانستان د شيعه ګانو يو مشر او د پرځول شوي جمهوريت پارلمان کې د دايکندي استازي اسدالله سعادتي له افغانيت څخه د انکار او هزاره ګانو ته د سپکاوي په اړه د مقاومت جبهې د يوه غړي محي الدين مهدي څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او له نوموړي یې په جدي ډول غوښتي چې بښنه وغواړي.
سعادتي ويلي، د مهدي هغه ادعا چې ګواکې وحدت ګوند هغه وخت ايت الله خميني د افغانستان د شيعه ګانو د مشر په توګه ټاکلی و، يو نه بښونکی تهمت او سپکاوی دی، چې په خبره یې نوموړی بايد له خپلې ادعا لاس په سر شي او بښنه وغواړي.
مهدي پر يادې ادعا سربېره له افغانستان څخه د هزاره ګانو د وتلو موضوع هم مطرح کړې او په خبره یې چې افغانستان د نورو قومونو د اوسېدو ځای نه دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د مقاومت جبهې کوم غړی يا مشر د افغانستان د شيعه ټولنې يا هزاره ګانو سپکاوی کوي، بلکې له دې وړاندې هم د دوی ترمنځ ناندرۍ رسنيزې شوې دي.