مبصر: تمیم حمیدي
خبر:
ډيپلومات مجلې په خپلې تازه مقالې کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونې کړې دي؛ دې مجلې ویلي چې د زده کړو په برخه کې د طالبانو پالیسۍ یوازې د نارینه او ښځینه د بېلولو په اړه نه دي، بلکې دوی په لویه کې غواړي چې افغاني ټولنې اوسنی مسیر بدل کړي.
سرچینې زیاته کړې چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د زده کړو په برخه کې هغه لویې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړې چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې ترلاسه شوې وې او د زده کړو په اړه یې په هېواد کې د یوه نسل نظر بدل کړی دی.
دې مقالې زیاته کړې چې طالبانو په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر په بې مخینې توګه لوړ کړی، دا شمېر په تېر جمهوریت کې ۱۲۱۲ و، خو اوس طالبانو دا شمېر ۵۶۰۰ ته رسولی دی؛ دغه راز یې په درسي نصاب کې هم د پام وړ بدلونونه راوستلي، دیني مضمونونه یې پکې زیات کړي او هغه څه چې دوی غربي بولی، هغه یې ترې لېرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی تحصیلي سیستم د ښځو پر مخ تړلی او دې چارې په ډېرو نارینه زده کوونکو او محصلینو هم ناوړه اغېز کړی دی.
تبصره:
په افغانستان کې د تعلیم او تعلیمي سیستم موضوع، له ۲۰۲۱ کال راهیسې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له اوسني حکومت سره د لوېدیځ یوه جنجالي موضوع ده.
لویديځ غواړي چې په افغانستان کې دې د دوی په خوښه او ملاتړ جوړ شوی شل کلن تعلیمي او تحصیلي سیستم دوام وکړي، خو د افغانستان اوسنی حکومت او مطلق اکثریت افغانان بیا هغه سیستم تر ډېره د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او د اصلاح غوښتنه یې کوي.
له همدې أمله طالبان او د افغانستان مطلق اکثریت خلک غواړي، چې په افغانستان کې دې د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر بنسټ ولاړ سیستم وي، تېر سیستم دې اصلاح شي او داسې سیستم دې ترې جوړ شي، چې له یوې خوا یې پکې ارزښتونه خوندي وي او له بلې خوا یې درد دوا او اړتیاوې پوره کړي.
طالبانو بیا بیا ویلي چې دوی د زده کړو مخالف نه دي، بلکې په تعلیمي سیستم کې اصلاح غواړي، دوی د ښځینه وو لپاره مشروطې زده کړې غواړي او دا شرط یې د حجاب رعایت او د امن چاپېریال برابرول دي؛ اوس دا دوه هغه موضوعات دي، چې له یوې خوا لوړ لګښت او له بلې خوا یو څه ډېر وخت ته اړتیا لري.
په معاصره نړۍ کې د ټولنې او ارزښتونو پر اساس د تعلیمي سیستم او نصاب چمتو کول یوه پېچلې او نسبتاً لوړ لګښت لرونکې موضوع ده.
بل لور ته بیا لویدیځ هېوادونو، نړیوالو رسنیو او ملګرو ملتونو دا موضوع دومره لویه کړې چې د افغانستان اصلي موضوعات یې پرې له پامه غورځولې، دوی دې موضوع ته کله یو او کله بل نوم ورکوي، کله یې بیا جنسیتي تبعیض تعبیروي او کله هم بیا دا موضوع بهانه ګرځوي او له کبله یې پر افغانانو بندیزونه لګوي، ستونزې ورته راټوکوي او هڅه کوي چې پر افغانانو خپلې غوښتنې تحمیل کړي، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او په ټوله کې د اوسني سیستم د اصلاح مخه ونیسي.
لومړی خو دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د لوېدیځ په مرسته جوړ شوی تېر شل کلن تعلیمي سیستم په هېڅ صورت زموږ د ټولنې اړتیاوې او غوښتنې نه پوره کوي، دغه راز تر ډېره زموږ د ارزښتونو د پایمالولو هڅه پکې شوې، له همدې کبله یې اصلاح اړینه او ضروري ده.
د دغه تعلیمي او تحصیلي سیستم اصلاح لا له وړاندې پیل شوې، کارونه یې تر ډېره مخکې تللي او تمه شته چې ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.
دوهمه خبره دا چې دا مسئله هغومره لویه نه ده، لکه څومره یې چې لویدیځ او ملګري ملتونه لویوي؛ دا د افغانستان داخلي موضوع ده، افغانستان یې په خپلو امکاناتو او توان سره حلولی شي، طبیعي ده چې وخت به نیسي او لګښت به پرې راځي.
دا د افغانستان او افغانانو حق دی چې د خپلو اړتیاوو، غوښتنو او ارزښتونو پر اساس خپل ښوونیز سیستم جوړ کړي، دا کار اروپایانو هم کړی، امریکایانو هم کړی او د نړۍ هر هېواد دا کار کړی او کوي یې، دا یوه عمومي او تر هره هېواده منحصره خبره ده، نو افغانستان هم د نړیوالې ټولنې د غړي او مستقل هېواد په توګه دا حق له ځانه سره خوندي بولي، بیا نو د نورو د مداخلې اړتیا څه ده؟ بیا ولې لویديځ او ملګري ملتونه په دې برخه کې پر افغانستان خپلې غوښتنې او فرمایشونه تحمیلوي؟
درېیمه مسئله دا چې د زده کړو په اړه د اوسني حکومت دریځ واضح دی، دوی یې مخالفت نه دی کړی، بلکې د خپلې ټولنې، ارزښتونو او اړتیاوو ته په کتلو یې د اصلاح په لټه مټې رانغاړلي دي؛ دا چاره به وخت نیسي، یو څه اقتصادي بوج به هم راوړي، خو دا چې اوسنی حکومت دې بوج منلو ته هم اوږه ورکړې، باید ستاینه یي وشي او په دې برخه کې ورسره مرسته وشي.
نړیواله ټولنه، لویدیځ، ملګري ملتونه او نورو بهرنیان باید له دې موضوع د هندوکش غر جوړ نه کړي، په دې برخه کې دې خپل اخلاقي مسوولیت اداء کړي، پر چا د فرمایشونو د تحمیل هڅه نه کوي او پرې دې ږدي چې افغانستان او افغانان له خپلې دې مسلم حق څخه ګټه پورته کړي او د بهرنیو اشغالونو او تهاجمونو له کبله وېشلې او ځپلې ټولنه بېرته سره منسجم او جوړه کړي.
دا ستونزه موقتي ده، د چاپېریال او تعلیمي سیستم تر اصلاح وروسته به بېرته هغه ډول مخته ځي، څه ډول چې زموږ د ټولنې د ارزښتونو، دین او خلکو غوښتنه وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.