Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان لپاره د اتمر سیاسي سناریو؛ د امریکا اشغال ته دعوت که بل څه؟
    تورې څېرې

    د افغانستان لپاره د اتمر سیاسي سناریو؛ د امریکا اشغال ته دعوت که بل څه؟

    صابر افغانصابر افغان17 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت د کابینې مرموزې څېرې او د مخالفینو د نوي ائتلاف غړي حنیف اتمر په بهر کې له یوې ټلوېزیوني شبکې سره د افغانستان د بیا اشغال د سناریو په اړه مرموزې او هيښوونکې څرګندونې کړې دي. نوموړی ظاهراً داسې ښيي چې ګواکې په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي پلوی دی او د دغه کار لپاره د مخالفینو له هغه ائتلاف سره یو ځای شوی او پکې کلیدي کس دی، چې ادعا لري په افغانستان کې د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې واک ته د بیا رسېدو په تکل کې دي، خو په ورته وخت کې یې خبرداری هم ورکړی چې که د سیاسي حل او خبرو اترو له لارې موخې ته و نه رسېږي، نو ښايي یوه بله سخته سناریو پیل شي، چې په خبره یې دی نه غواړي هغه سناریو د ده له خولې ووځي.

    نوموړی د خبرو په دوام، په افغانستان کې د امریکا سیاسي، نرم او آن نظامي حضور ته هم لېوال ښکاري او داسې څرګندوي چې په مرموزه او تېر ایستونکې توګه یې کوم بل ماموریت ته مټې را بډ وهلې دي. د نوموړي کارونو، سابقې او لوبو ته په کتو، هغه یوه مرموزه، استخباراتي او په ورته مهال کې بې ثباته څېره ده.

    اتمر په افغانستان کې د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال د هغوی او د هغوی د لاسپوڅو رژیمونو سرسخته پلوی او فعال غړی و، بیا یې د کورنیو جګړو پر مهال له هغو مؤسساتو سره دنده کوله، چې په مستقيم او غیر مستقيم ډول یې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر اور تېل شیندل. د پرځېدلي جمهوریت په لومړیو کې د پوهنې وزیر و، چې هلته یې د کمونیستي رژیم خلاف ټول محتویات له نصاب څخه وایستل.

    کله چې د اشرف غني په اداره کې د امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر و، هغه مهال یې هم بېلابېلې مرموزې او ویجاړوونکې اجنډاوې پر مخ وړلې. اوس چې په بهر کې دی او ویې لیدل چې هغه ډلې ټپلې ټولې ناکامې او ناتوانې دي چې د جګړې د پیل لپاره یې ښکاره چیغې وهلې، اوس یې نو یو بل نوی او مرموز ماموریت پیل کړی دی؛ د خبرو له اندازه یې ښکاري چې ځینې استخباراتي کړۍ او ښايي شریر هېوادونه یې ترڅنګ ولاړ وي. هغه خپلو پخوانیو رقیبانو او د شمالي ټلوالې ځینو بدنامو او جګړه خوښو څېرو ته هم قناعت ورکړی چې د نوي ائتلاف برخه شي، خو ځینې بیا ترې په نیمه لاره کې پښېمانه او پرې بدګومانه شول.

    اتمر په دغه ډول مرموزو او مکارو سیاستونو او منډو ترړو سره هڅه کوي، چې د افغانستان خلکو ته په شاتو کې زهر ورکړي، شته امنیت او ثبات یې په ډېر مکر او فرېب سره له منځه یوسي، اوسنی پیاوړی نظام ورته کمزوری او په یوې طریقې سره د خپل ځان په څېر نورو بدنامو او مرموزو څېرو ته د افغانستان د چارو واګې بیا په لاس کې ورکړي او هېواد په سختې نه، بلکې نرمې لارې جګړې، خپل منځي اختلافاتو او آن د کورنیو جګړو میدان ته ټېل وهي، خو اتمر باید په دې وپوهېږي چې د افغانستان ولس حافظه لري او د ده ټول مکار سیاستونه ښه ورته معلوم دي.

    اتمر او ترڅنګ یې د افغانستان د سیاست تورې او بدنامې ولاړې څېرې به هېڅکله د فرېب، نیرنګ او مکر د سیاست له لارې خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، دوی کېدای شي ځانونه تر دې نور هم نرم کړي او هر څه عادي وښيي، خو د افغانستان خلک هېڅکله بیا پر دغو تورو او بدنامو څېرو باور نه کوي، دوی یې په ټولو مکرونو او فرېبونو پوهېږي او د نورو ډلو، ټپلو، ټلوالو او ائتلافونو په څېر به د مکر او فرېب پر ستنو ولاړ وروستی ائتلاف هم ړنګېږي او ارمانونه به یې له ځان سره خاورو ته وړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو نوی ائتلاف د زړو اختلافاتو تر سیوري لاندې راغلی

    11 دسمبر 2025

    د افغانستان د تجزیې پر سر د غني او ضياء اختلاف؛ واقعیت څه دی؟

    8 دسمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    3 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.