
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې پر ضد د افغان حکومت د امنيتي ځواکونو برياليو عملیاتو د يادې ډلې ډېری مشران اړ کړي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پاکستان ته واوړي.
خليلزاد زياته کړې، چې پاکستان کې د راپورته کېدونکې داعش خراسان ډلې پټنځایونه یو احتمالي سیمه ییز او نړیوال ګواښ دی.
نوموړي همدا راز له واشنګټن غوښتي، چې باید پر اسلام اباد فشار راوړي، څو په خپله خاوره کې د داعش خراسان ډلې پر وړاندې قاطع اقدام وکړي.
خلیلزاد د يادې موضوع اړوند ټویټ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د CIA مشر رټکلیف او د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم مينشن کړي دی.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد هم ويلي و، چې داعش خراسان ډله افغانستان کې له منځه تللې او دا مهال د بلوچستان مستونګ د پاکستان د استخباراتي ادارو په ملاتړ روزنيز کمپونه لري او په نړۍ کې د بريدونو لپاره له همغه ځايه پلانونه جوړوي.