محمد فیصل

افغانستان په نړۍ کې له هغو هیوادونو څخه دی چې د بېلابېلو طبیعي سرچینو پرېمانه ذخیرې لري.

لیتیم چې د برېښنایي موټرو په بیټریو کې کاریږي افغانستان کې ډېر شته او همدا لامل دی چې امریکایي جیولوجیستانو افغانستان د دغه ډیروالي له امله د لیتیمو سعودي عربستان بللی دی.

هندي لیکوال طه علي وایي، د لیتیمو ارزښت سیمه د اقتصادي او جیو پولیتیکي مانورو له امله د جګړې په ډګر بدله کړې ده.

لیتیم د افغانستان په غرونو کې موندل شوي چې یو پام وړ کان یې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکایي پوځیانو په موجودیت کې د غزني په غرونو کې وموندل شو.

افغانستان کې د لیتیمو ډیروالي د نړۍ بیا په ځانګړي ډول د چین توجه ورخپله کړې ده.

چین چې د نړۍ له پنځوس سلنې ډېر برېښنايي موټر تولیدوي، د افغانستان لیتیمو استخراج ته ډیر لیواله دی، په ماډرن دیپلوماسۍ کې یوې خپره شوې مقاله کې راغلي چې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته چین افغانستان ته سوکه سوکه دننه شوی دی.

د امریکا له لوري په افغان حکومت د اقتصادي بندیزونو او د پانګونې برخه کې پر امریکایي شرکتونو محدودیت چین ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

د یو راپور پر بنسټ، تېر کال یو چینایي شرکت د افغانستان جنوب کې د لیتیمو رایستو برخه کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې خبره کړې وه، د افغانستان د کانونو وزارت ویلي وو چې د لیتیمو ایستلو سره به ۱۲۰ زره کسانو ته مستقیم یا غیر مستقیم ډول دندې پیداشي.

تېر یو کال کې چینایي سوداګرو او حکومتي چارواکو افغانستان ته پرلپسې سفرونه کړي، څو د افغانستان د لیتیمو قراردادونه ترلاسه کړي.

د افغانستان او چین تر منځ د واخان پوله د چین لپاره د ځمکې لاره پرانیزي چې کولی شي لیتیم په اسانۍ انتقال کړي، لیتیم د ټرانسپورټ په راتلونکې کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان د کانونو استخراج کولی شي چې د افغانستان اقتصاد ته ډېره ګټه ورسوي او د بېکارۍ پای ته رسولو او ثبات کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version