Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان په اړه د هند پالیسي څه ده؟
    لیکني

    د افغانستان په اړه د هند پالیسي څه ده؟

    صابر افغانصابر افغان12 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصلپه افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له تحول وروسته ډیرو هیوادونو له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او خپل دیپلوماتان او عمله یې له کابله وویستل.

    په دغو هیوادونو کې یو هم هند و چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره یې له افغانستان سره هر ډول اړیکې پرې کړې، خو د افغان حکومت د اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ له امله ورو ورو د هند په ګډون ځینو هیوادونو دا درک کړه چې د نوي واک ته رسیدلي افغان حکومت سره له تعامل پرته بله لاره نشته.

    هند چې د اسلامي امارت د تیرې واکمنۍ پر مهال یې له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نه وې او د شمال ټلوالې ملاتړ یې کاوه، دا ځل یې د حقایقو په درک سره برعکس پالیسي غوره کړې ده.

    هند په ۲۰۲۲ کال کې کابل کې خپل سفارت بیا فعال کړ او د بشري مرستو د همغږۍ له پاره یې یوه تخنیکي ډله په کې میشت کړه.

    تیره اوونۍ یو هندي پلاوی هرات کې د سلما ډیم لیدلو ته هم تللی وو، دغه راز، څو ورځې وړاندې د افغانستان، ایران او پاکستان له پاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جی پي سنګ کابل ته راغلی و او د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې ولیدل.

    دا واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته د سنګ څلورم سفر و.هند د اسلامي امارت په دغه دویم حاکمیت کې، د تیر برعکس، له افغان حکومت سره د بشري مرستو، تخنیکي همکارۍ، سیاسي راشه درشې او سیاسي تعامل او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد د نه استعمال له پاره یو نتیجې ته رسیدلو له پاره خپل چینلونه فعال ساتلي دي.

    اوس مهال د هند واضحه پالیسي دا ده چې د افغان حکومت له سیاسي او وسله والو مخالفینو سره یې اړیکې پرې دي او له افغان حکومت سره د تعامل او اړیکو رغیدو او اندیښنو کمیدو پالیسي یې غوره کړې ده.

    دا د افغان حکومت او افغان ولس له پاره هم ګټوره ده چې هند سره اړیکې فعالې وساتي.افغانستان او هند لرغونې تاریخي-فرهنګي اړیکې لري او تیر ته په کتو هند تل له کابل سره ښې اړیکې ساتلي دي.

    تمه شته چې د اړیکو لا ښه کیدو سره به په هند کې د افغان سفارت او کونسلګریو واک اوسنی افغان حکومت ترلاسه کړي.

    مخکینۍ مقالهنوري: افغانستان به ډېر ژر په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي
    راتلونکي مقاله د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د افغانستان اټکلیز نفوس ۳۴.۹ میلیونو ته رسېدلی دی

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.