Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نوري: افغانستان به ډېر ژر په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي
    افغانستان

    نوري: افغانستان به ډېر ژر په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي

    صابر افغانصابر افغان12 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي وزیر ملا نورالله نوري په پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، افغانستان به ډېر ژر خپلې پیسې، پاسپورت او وسلې په هېواد کې دننه تولید کړي.

    نوموړي په پکتیا کې د سوېل ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړشې غونډې ته ویلي، باور لري چې افغانستان د غنمو، تېلو، برېښنا، مېوو، کروندو او په خپل بازار کې پر ځان‌بسیا شي. افغانستان به خپلې پیسې او پاسپورټ چاپوي او خپلې وسلې به په هېواد کې دننه جوړې کړي.

    د نوري په خبره، اسلامي امارت د جگړې پر مهال هم خپلواک و او اوس هم خپلواک دی او په خپلو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.: «دا د شکر ځای ده چې یوازې د مشرانو سره د لیدنو لپاره او د قومونو د ستونزو اورېدلو لپاره راجمع شوي یو.

    نن د ترکمن، هزاره، پښتون، تاجېک او هر چا ته خپل حقوق ورکول کېږي، ځکه په اسلام کې توپیر نشته، برتري یوازې په تقوا ده، زموږ دا مکلفیت دی چې د اسلامي نظام پالنه وکړو او په ساتنه کې خپل مسؤلیت اداء کړو.»

    د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور یادې ولسي غونډې ته ویلي، زموږ سیاسي فضاء ازاده ده، جغرافیه مو خپلواکه ده، نظام مستقل او خپلواک دی، دا نظام یوازې د مجاهدینو نه دی، دا د دې ټولو خلکو نظام دی، چې قیادت یې د دیني علماوو په لاس کې دی، تاسې که هره غوښتنه لرئ، موږ یې په سر سترگو منو او تر وسه به یې د حل په برخه کې شریکوو.

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په پکتیا کې د سوېل ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي پیاوړتیا تر عنوان لاندې لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري سربېره د اوبو او برېښنا چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محمد خلیل حقاني په گډون د وزارتونو مرستیالانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سلگونه هېوادوالو پکې برخه اخیستې وه.

    مخکینۍ مقالهد سټنډرډ ملي اداره: ایران ته یې ۱۴ ټنه بې‌کیفیته گاډر بېرته ورگرځولي
    راتلونکي مقاله د افغانستان په اړه د هند پالیسي څه ده؟

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون لومړۍ ناسته ترسره شوه

    14 مې 2026

    ‏هېواد کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې پروسه پیل شوه

    14 مې 2026

    د هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د لوړې کچې غونډه ترسره شوې

    13 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 مې 2026

    د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون لومړۍ ناسته ترسره شوه

    د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم…

    ‏هېواد کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې پروسه پیل شوه

    14 مې 2026

    پنتاګون پولینډ ته د ۴ زره امریکايي سرتېرو د استول کېدو پلان لغوه کړی

    14 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون لومړۍ ناسته ترسره شوه

    14 مې 2026

    ‏هېواد کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې پروسه پیل شوه

    14 مې 2026

    پنتاګون پولینډ ته د ۴ زره امریکايي سرتېرو د استول کېدو پلان لغوه کړی

    14 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.