Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه
    لیکني

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    صابر افغانصابر افغان17 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو او دغه راز واک ته د اوسني سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، په بهر کې مېشتو مخالفینو ګڼې تحلیلونه، فرضیې او وړاندوینې وکړې، چې مشهورې یې د کورنۍ جګړې پېښېدل، د اوسني سرپرست حکومت د څو میاشتني دوام او بیا ړنګېدو، د افغانستان د تجزیې، د خلکو د شدیدې لوږې او قحطۍ، له نړۍ سره د ټولو تعملاتي دروازو د بندېدو او په ټوله کې د افغانستان د پاشل کېدو او د سختو وینو بهېدو وې. دوی به هم په ټولنیزو رسنیو، هم په کنفرانسونو، سېټېجونو او هم په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې دا بحثونه په ډېر جدیت سره کول او آن ځینو خو یې د سرپرست حکومت له پاشل کېدو وروسته د افغانستان د برخلیک په اړه خیالي طرحې او پلانونه جوړول.

    دوی دا تحلیلونه د یوې رواني جګړې په څېر مخ ته وړل، په کور د ننه یې خلکو ته ستونزې جوړولې او له بهره یې د فنډونو، ډالرو او وسلو د راجلبولو لپاره له دې طریقې کار واخیست. نو یې ورسره جوخت د ګڼ شمېر نورو مخالفو ادرسونو او د دوی په وینا جبهو او ډلو ټپلو د ظهور اعلانونه کول، ائتلافونه یې جوړول او داسې یې ګڼل چې ګواکې افغانستان به ډېر ژر یو ځل بیا د دوی منګولو ته لوېږي او بیا یې چې هر ډول غوښتل، هماغسې به کوي.

    دوی د دغه کار لپاره له ځينو نړۍوالو او سیمه‌‌ییزو مضرو استخباراتي ادارو لکه سي آی اې، موساد، آی اېس آی او نورو سره پټې او ښکاره ناستې درلودې، دوی یې دې ته هڅول چې وسله او پیسې ورکړي، تر څو په افغانستان کې جګړه وکړي او دوی به په نا امن او بې ثباته افغانستان کې د دوی ګټې ورته خوندي کړي. تر دې ورها خوا دوی ډېرې نورې خیالي هڅې، غیر واقعي ژمنې او ډېرې منډې ترړې وکړې، خو پایله یې هېڅ شوه.

    له څلور کلن دا ډول سرګردانه مزل وروسته، اوس که د افغانستان وضعیت ته په پرانیستو سترګو وکتل شي، په بهر کې د مېشتو مخالفینو هغه یوه هیله او خوب هم نه دی پوره شوی، بلکې برعکس ډېر داسې نور کارونه شوي چې یو وخت یې آن لا تصور نا ممکن و. سرپرست حکومت په ډېره کمه موده کې پر افغانستان ولکه ترلاسه کړه، د امنیت په برخه کې یې کوټلي ګامونه واخیستل، د داعش په نوم پردۍ پروژه یې ناکامه کړه، له سیمه‌يیزو، ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره یې اړیکې، سوداګري او ډيپلوماسي پراخه کړه او ډېر ژر یې د دوی باور او پام ځان ته راخپل کړ، تر دې چې خبره تر رسمیت پېژندلو هم ورسېده او هغه هم د یوه سیمه‌ییز او نړۍوال ځواک له خوا.

    دا هغه څه دي چې هر افغان او بل هر کس یې په ويښو سترګو ویني؛ هو! لا هم د سرپرست حکومت په مخ کې ګڼې ستونزې شته، چې حل یې کلونو وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري، د افغانستان اقتصادي وده، له نړۍ سره د اړیکو لا پراختیا، په کور د ننه د خلکو د ژوند کچې ښه کول، په ټولنیزه، سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې وده او پرمختګونه او داسې ګڼ نور موارد شته، چې لا هم افغانستان ورته اړتیا لري، خو که اوسني تحرک، هڅو او ارادو ته وکتل شي، دا موارد هم ناممکن نه دي او ښايي په څو راتلونکو کلونو کې هېښوونکي پرمختګونه وشي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سوریې د حکومت مشر احمدالشرع: له اسرائيلو سره له جګړې وېره نه لرو؛ خو د ولس ګټې مو په نظر کې نيولي
    راتلونکي مقاله بي‌اېل‌اې: وسله‌والو یې په دوه جلا بریدونو کې ۲۹ پاکستاني پوځیان وژلي

    مربوطه لیکنې

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026

    د مخالفینو د مشرانو آنلاین ناستې؛ تش ګواښونه او د واقعیتونو په بدلولو کې ناتواني

    20 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 سپتمبر 2026

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک…

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.